کابل/ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۲۸مه او د سپټمبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د پکتيا يو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو د صنايعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدين عزيزي سره په کتنه کې دا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د یاد ولایت ترانزيټي لارې دې فعالې شي.
په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې ګډونوالو د صنعتکارانو لپاره د مناسب ځای او د تعرفې په اړه خپلې ستونزې د وزارت له رییس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پکتیا د صنعتکارانو او سوداګرو سره د همکارۍ ژمنه کړې او له هغوی یې وغوښتل چې صنعتکارانو ته د ځمکې د وېش او د ترانزیټي سړک د فعالولو په برخه کې لیکلې غوښتنه وکړي.
عزیزي دوی ته ډاډ ورکړی، چې د دوی د وړاندیزونو او ستونزو په اړه به د اړوندو ادارو له چارواکو سره خبرې وکړي.