معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۹ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونسېف په مالي لګښت د IMC موسسې له لوري د یاد ولایت ګیان ولسوالۍ د ګل امین په کلي کې د اوبو رسولو د یوې سترې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه شبکه د ۳۶مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل، ۳۸ شیردانونو نښلول، چې د څلور نیم میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، په بشپړېدو سره يې ۳۸ کورنۍ د پاکو څښاک اوبو له لاسرسي څخه برخمنې شوې.
د پکتیکا ګیان ولسوالۍ هغه سیمه ده، چې تېر کال په کې د سختې زلزلې له امله ځایي اوسېدونکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس