معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوي

د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت ویاند ويلي، چې د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د چابهار بندر د ظرفیت لوړولو او له افغانستان سره د دغه مسیر د اوسپنې پټلۍ په فعالېدو سره به د افغان سوداګرو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، چې په چابهار بندر کې د شته ستونزو په حلېدو سره د افغانستان د سوداګرۍ او نړیوال ټرانزېټ بهیر هم پراختیا ومومي.
چارواکو د چابهار ـ نیمروز د رېل پټلۍ د پروژې چې اوسمهال یې په ایران کې د جوړېدو کار روان دی، د ژر تر ژره بشپړېدو خبر ورکړی او دغه پروژه یې د سوداګرۍ او ټرنزېټ د پراختیا او دغه راز د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد د اسانتیاوو لپاره د دې ادارې په بنسټیزو لومړیتوبونو کې شامله بللې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس