معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړ کوونکي کسان مجرمین وبلل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړ کوونکي کسان مجرمین وبلل

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پاکې هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرپاڼه کې ویلي، هغه کسان چې د ویجاړۍ او هوا د ککړتیا لامل ګرځي، د مجرمانو په توګه پیژندل کیږي، چې ورسره به جدي چلند کیږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې ادارې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه.جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پرون د سپتمبر اوومه د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د نړیوالو اقداماتو د متحرک کولو په موخه د پاکې هوا نړیواله ورځ نومولې ده.

ناپاکه هوا هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه کسانو ژوند اخلي او په ميليونونو نور په بېلابېلو ناروغيو اخته کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس