کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې د چاپېریال ساتنې یوه نړیوال بنسټ د ځنګل کرنې او د معیشت ښه کېدو له لارې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم د بدلون ځواب ویلو پروژې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي دي.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین ويلي، دغه بودیجه د نړیوال چاپېریال اسانتیاوو (GEF) لخوا د کم پرمختللو هېوادونو صندوق شورا (LDCF) ناسته کې تصویب شوې ده.
ښاغلي امین زیاته کړې، دغه پروژه به پنځو کلونو کې د کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلي شي، چې موخه یې اقلیمي بدلون پر وړاندې ځنګل کرنې پیاوړتیا او اطرافي ټولنو معیشت ښه کېدل دي.
افغانستان اوسمهال د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په بد چاپېریالي وضعیت کې قرار لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/