کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۲():
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خپلو اتباعو او سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو دې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
وانګ وینبین تایید کړه چې پرون د کابل په نوي ښار کې پر یوه مېلمستون په برید کې د دغه هېواد ۵ اتباع ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې داعش ډلې په اعماق ویب پاڼه کې چې دغې ډلې ته منسوبه ده، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل د تېرې ورځې برید مسوولیت منلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/