معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل ولایت د علماوو ۲۹ کسیزه شورا جوړه شوه

د کابل ولایت د علماوو ۲۹ کسیزه شورا جوړه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ولایت د علماوو دغه ۲۹ کسیزه شورا به د محول شویو موضوعاتو په اړه د ولايت اړوند مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
د سرپرست افغان حکومت له لوري په دغه خپره شوې اعلامیه کې وړاندې راغلي، یاده شورا د افغان حکومت د مشر د فرمان له مخې د چارو د لا ښه والي او سمون په موخه جوړه شوې ده.
دوی زیاته کړې چې عالمان او متنفذين د يادې شورا د مسوولینو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.
دغه شورا په داسې مهال ټاکل کیږي، چې یو شمېر اسلامي هېوادونه هم د سرپرست افغان حکومت پر یو شمېر وروستیو پرېکړو ناخوښه او ناراضه دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس