کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۳سمه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مسوولینو ويلي، چې د لوی اختر په رانږدې کېدو او د نرخنامې د تنظیم او پلي کېدو او د احتکار د مخنیوي په موخه یې بازارونو کې د کنټرول او څارنې لړۍ پیل کړه.
د کابل ښاروالۍ ويلي، د لوی اختر په مناسبت په ۳۵ نمبر نرخ پاڼه کې یې وچه مېوه شامله کړې ده.
د مسوولینو په وینا هر هغه څوک چې له دغې نرخ پاڼې سرغړونه وکړي، کابل ښاروالۍ به ورسره قانوني چلند وکړي.
دوی زیاته کړې، چې د ښاروالۍ د اړیکو شمېره ۱۵۵ ده او د کابل په ټولو سیمو کې د خلکو د همکارۍ لپاره حاضر دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/