کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د قطر شاهي هېواد له مستشار ډاکټر مردیف علي القشوتي سره کتلي.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو د پیاوړتیا سربېره قطر ته د افغان ماهرو افغان کارګرو د قانوني لېږد په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو او اقداماتو په اړه معلومات شریک شوي او په دې برخه کې د شته هوکړه لیک د بډاينې، بشپړ او غوره تطبیق په موخه د ګډو کمېټو پر جوړېدو ټینګار شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر دغه کتنه کې افغانانو ته د کارموندنې او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو په برخو کې د ګډو پروژو په لاره اچولو لپاره چمتووالی ښودلی.
په ورته وخت کې مردیف علي القشوتي دغه کتنه کې د قطر شاهي هېواد ته د کار او ټولنیزو چارو سرپرست ته بلنه وړاندې کړه، څو په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته رسمي سفر ترسره کړي او د کارګرو د لېږد په برخه کې د هوکړه لیک د تطبیق په منظور له خپل قطري سیال سره له نږدې وګوري.
دغه بلنه هم د سرپرست وزیر له لوري منل شوې او ټاکل شوې، چې نوموړی په نږدې راتلونکي کې یاد هېواد ته سفر وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/