کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چار وزارت ویلي، چې د روان کال له پیله یې تراوسه پر دولتي او خصوصي بنسټونو یو لک ۱۰ زره د کار جوازونه وېشلي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې کال په جریان کې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د څه باندې ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک شوي، چې موخه یې د بې سرپرسته ماشومانو ملاتړ، د بې وزلو لاسنیوی او د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینې برابرول وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/