معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو او پټرولیم وزارت بغلان کې ۱۴ کسانو ته د کانونو د استخراج اجازت پاڼې ورکړې

د کانونو او پټرولیم وزارت بغلان کې ۱۴ کسانو ته د کانونو د استخراج اجازت پاڼې ورکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ۱۴ کسانو ته د کانونو د فني استخراج په موخه د کان کیندلو اجازت لیکونه ورکړل.
د خبر په اساس د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس ویلي، چې د دوی د سرویې له مخې په بغلان ولایت کې ۴ سوه کاني سیمې چې سکاره پۀ کې شتون لري، شته چې له ډلې یې د سکرو د ۱۴ صوفونو د فني استخراج اجازت پاڼې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له لوري ۱۴ کسانو ته ووېشل شوې، څو په قانوني بڼه یې استخراج ترسره کړي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وویل، چې د کان د استخراج اجازت پاڼې په موقت ډول د نهو میاشتو لپاره یادو کسانو ته ووېشل شوې او په نهه میاشتو کې که چېرې هغه کسان چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د قانون او شرایطو سره سم یې استخراج ترسره کړی وي، ورته بیا اجازت پاڼې ورکول کیږي.
د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین شیخ ضیاالرحمن اریوبي بیا ویلي، چې په دې اجازت پاڼه کې د کانونو وزارت مکلف دی، څو د ساحې مقدماتي سرویې ترسره، استخراج کوونکي ته موقت اجازه لیک صادر، د موقت اجازه لیک لرونکی د منرالي فعالیتونو څخه څارنه ترسره او د سرغړونې په صورت کې ورته اجازه لیک بېرته فسخه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس