معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کانونو او پټرولیم وزارت له خصوصي شرکت سره د شور اندام سیمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت له خصوصي شرکت سره د شور اندام سیمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د کانونو او پټرولیم وزارت د یو ټویټ په کولو سره ويلي، چې د دې وزارت سرپرست تېره ورځ له یوه خصوصي شرکت سره د کندهار ولایت د شور اندام سیمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ.
یاد وزارت د وینا له مخې دغه پروژه د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره د اکتشاف، استخراج او پروسېس په پړاو کې ده چې کلنی تولید یې شاوخوا یو میلیون ټنو سیمنټو ته رسېږي او همداراز پنځه زره کسانو ته په‌ کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.
اوس مهال افغانستان د اړتیا وړ ډېری سمنټ له پاکستان او ایران څخه راواردوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس