معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کرکټ نړیوال جام کې نن افغانستان له انګلستان سره لوبیږي

د کرکټ نړیوال جام کې نن افغانستان له انګلستان سره لوبیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۳ مه نېټه):
ټاکل شوې چې نن د پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کړي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین یوه بجه د هند په پلازمېنه ډیلي کې پیلیږي.
افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ بنګلدیش او هندوستان ته په ډېر تفاوت بایللي او اوس د نمرو په جدول کې وروستی مقام لري.
انګلستان چې خپله لومړۍ لوبه یې نیوزیلینډ ته بایللې وه، په دوهمې سیالۍ کې بیا بنګلدېش ته نسبتاً لویه ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي، چې لوبډلې یې تر لوبې یوه ورځ وړاندې هم د لا ښه چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس