معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شول

د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پيل شول.
په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو انتقال د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام یاد کړ.
نوموړي زیاته کړې، مخکې د ایران له لارې پاکستان ته ګاز انتقالېدل، چې د سرپرست افغان حکومت په راتګ سره افغانستان د ټرانزیټ له اړخه امن شو، نو له همدې امله اوس له دې ادرسه په لويه کچه صادرات ترسره کیږي.
بل لور د کندهار ګمرک رییس ویلي، په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان له لارې ۲۲ زره ۸۹۱ محمولې ترانزیت منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو ته شوې وې، چې په ۱۴۰۱ کال کې د ټرانزیټ د محمولو شمېر ۵۳ زره ۶۷۹ ته ورسېد.
هغه ډاډ وړاندې کړ، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان ته د ګازو په صاداراتو کي به هېڅ ډول خنډ او ځنډ رانه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس