معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول

د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات د ۷۳۷ کیلومټره اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین کارونه پیل شول.

د یاد وزارت د خبر له مخې د دغې پروژې چارې به تر راتلونکو اتو میاشتو پورې بشپړې شي.

بل لور د افغان حکومت مرکزي ویاند ویلي، د دغې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره ونښلول شي.

نوموړي دغه پروژه له تجارتي او ټرانزیټي پلوه یو مهم اقتصادي ګام بللی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس