معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار په عمومي تېل فروشیو کي شدیده اورلګېدنه مهار شوه

د کندهار په عمومي تېل فروشیو کي شدیده اورلګېدنه مهار شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه اورلګېدنه تېره ورځ مازیګر مهال د کندهار په عمومي تېل فروشيو کي رامنځته شوې وه.
د خبر پر بنسټ د پېښې پرمهال سیمې ته د کندهار والي او نورو مسوولينو هم ځانونه رسولي وو.
د ولایت مقام مطبوعاتي مسوولين وايي، د دي تر څنګ د ۲۰۵ البدر قول اردو اړين وسایل هم سيمي ته ورغلي وو، چې د اور په مهارولو کې یې همکاري وکړله.
د ځایي مسوولینو په وینا اور لګېدنه کې زيات مالي زيان اوښتی، خو تر اوسه یې دقیقه اندازه نه ده معلومه شوې.
خبر زیاتوي چې اور ته نږدې یو شمېر کسان هم برسېرن سوځېدلي، خو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس