معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندوز قلعه‌ زال ولسوالۍ اوسېدونکي د عمومي سړکونو له خرابوالي شکايت کوي

د کندوز قلعه‌ زال ولسوالۍ اوسېدونکي د عمومي سړکونو له خرابوالي شکايت کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د قلعه‌ زال ولسوالۍ اوسېدونکي خپله سیمه کې د عمومي سړکونو د خرابوالي له امله سر ټکوي.
د خبر پر بنسټ، د تېرو څو لسيزو راپدېخوا د حکومتونو له لوري د دې ولسوالۍ بیارغونې برخې ته پاملرنه نه‌ ده شوې.
ځایي خلکو ګهيځ نیوز سره خبرو کې ویلي، چې د مرکزي بازار سربېره ټولې مواصلاتي لارې ویجاړې شوي دي.
دوی له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې هر څۀ ژر دې د دغو ستونزو د حل په برخه کې لاس په کار شي.
په همدې حال کې د قلعه‌ زال ولسوالۍ مرستيال او سرپرست مولوي عبيدالله عبیده هم د ولسي وګړو دغه ستونزه مني او ډاډ ورکوي، چې دغه ستونزې یې د حل په موخه له سیمه ییزو چارواکو سره شریکې کړي او هغوی ورته د ژر حل ډاډ ورکړی دی.
قلعه‌ زال ولسوالۍ د دغه ولايت شمال لویدیځ لور ته په لرې واټن کې پرته ده، چې د تاجکستان هېواد سره سرحدي پوله لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس