کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تېر کوچني اختر په شپو – ورځو کې د ۳ لکو په شاوخوا کورنیو او یو شمېر بهرنیو سېلانیانو د دغه ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنې کړي.
د مسؤولینو په وینا د تېرې یوې میاشتې موده کې ۷۳ تنو بهرنيو سیلانیانو هم د دغه ولایت له سیاحتي او تاریخي سیمو څخه لیدنې ترسره کړي دي.
خارجي سیلانیان د افغانستان پر امنه فضا د نړۍ په کچه کم سارې ګڼي.
د مسؤولینو په خبره، هڅه کوي چې د سیاحت لپاره نورې د اړتیا وړ اسانتیاوې هم سېلانیانو ته برابرې کړي، څو کورني او بهرني سېلانیان وشي کولی، په ښه فضا کې د ننګرهار ښکلې او تاریخي سیمې ننداره کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/