معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کوچني اختر په مناسبت له یو شمېر ولایاتو ځینې بندیان آزاد شول

د کوچني اختر په مناسبت له یو شمېر ولایاتو ځینې بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د لوګر، ننګرهار، کندهار، غزني او هلمند له زندانونو څخه د کوچني اختر په مناسب ۴۵۵ بندیان خوشي شول.
د لوګر د بندخونې مدیر ویلي، د دریو مېرمنو په ګډون ٢٨ تنه بندیان، چې د بېلابېلو جینایي جرمونو په تړاو نیول شوي وو، د کوچني اختر په مناسبت د ځانګړي فرمان په اساس له بنده آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شول. په همدې حال کې د کندهار عمومي بندخونې مسوولین وایي، چې د دغه بندخونې څخه یې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۱۸۴ تنه بندیان د کوچني اختر په مناسبت د ځانګړي فرمان پر اساس آزاد کړي دي.
ورته مهال د هلمند د مرکزي بندخونې د ټولي قومندان ویلي، له دغه زندان څخه به ټول ۱۰۴ تنه بندیان خوشې شي، چې له دغه ډلې ۴۴ تنه بندیان تېره ورځ خوشې شول او پاتې بندیان به د ولسوالیو له بندخونو خوشې شي.
دغه راز د غزني له یوه زندان څخه د ۱۵ ښځو په ګډون ۵۰ بندیان هم خوشي شوي دي.
د راپورونو له مخې د ننګرهار له عمومي محبس څخه هم د درې مېرمنو او شپږو ماشومانو په ګډون ۹۵ تنه آزاد شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس