معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ګډوالو وزیر له افغانانو سره د کېدونکو مرستو پر ناسم وېش نیوکه کړې

د ګډوالو وزیر له افغانانو سره د کېدونکو مرستو پر ناسم وېش نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له افغانانو سره کېدونکو بشري مرستو کې پر لاسوهنې او له دغو مرستو نه پر ناوړه ګټه اخیستنې نیوکه کړې ده.
نوموړي په کابل کې یوې غونډه ته ویلي، ډېری مرستندوی بنسټونه پر افغانانو یوازې ۲۰ سلنه مرستې وېشي او ۸۰ سلنه دغه مرستې حیف ومیل کیږي.
د سرپرست حکومت دغه چارواکی ټینګار کوي چې د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونه څارنه کوي او اجازه نه ورکوي چې موسسې له سرپرست حکومت سره له همغږۍ پرته فعالیت وکړي. له دې سره هم‌مهاله په دې غونډه کې د ځينو ولایتونو ځایي مسوولین له نړۍوالو بنسټونو او پانګوالو غواړي چې د روغتیا، پوهنې او زده‌کړو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې د مرستندویو بنسټونو د مرستې رسونې پر بهیر نیوکه کوي چې تر دې وړاندې هېوادوالو په وار وار ویلي چې بشري مرستې نه ورسېږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس