دا دی یوځل بیا په هېواد کې د ژمي سوړ موسم را ورسید، د مني وروستۍ میاشت(لیندۍ) وروستۍ ورځې او شپې دي او د روانې اونۍ تر پایه به د سلواغې میاشت چې په رسمي توګه د ژمې لومړۍ میاشت ګڼل کېږي، پر ځمکه خپل وزر وغوړوي.
لدې سره د واورې او یخنۍ څپه هم د هېواد په اکثره ولایتونو او سړو سیمو کې را دبره شوې ده او پداسې حال کې چې هېوادوال مو د وزګارتیا او بې وزلۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د ژمي سوړ موسم او د یخنۍ څپه هم د هغوی لپاره ستونزمنه او له کړاوه ډکه وي.
بل خوا د رسنیزو راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو له امله په افغانستان کې ګڼې لارې چې ځینې یې ولایتونه له یو بل سره نښلوي، تړل شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.په کابل کې د ټولګتو چارو وزارت هم په یوه اعلاميه کې ویلي چې د غور-کابل لویه لاره د واورې له امله تړل شوې او په ځینو ولایتونو کې لا هم واوره اوري.
د ټولګټو چارو وزارت همدارنګه د بامیان او غور ترمنځ هم د واورې د اورښت له امله د لارې د تړل کېدو خیر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د دې لارې د پاکولو او د ترافیکو پر مخ یې د بیا پرانیستلو په موخه هڅې روانې دي
همدارنګه رسنیز راپورونه وایي چې په سالنګونو کې د یکشنبې ورځې له ناوخته راهيسې د واورې اورښت تر دې دمه دوام لري او په شمالي او جنوبي سالنګ کې د واورې د ډېرښت له امله د ترافیکو جریان له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.
بل خوا یو شمېر مسافرو چې د هرات-تورغونډۍ له لارې تېر شوي دي رسنیو ته څرګنده کړې چې دا لویه لار چې د روانې اونۍ له پیل څخه د هر ډول موټرو لپاره تړل شوې وه، پرون د دوشنبې په ورځ یوازې د ګړندیو مسافر وړونکو (تېز رفتاره) موټرو لپاره، هغه هم لدې شرط سره پرانيستل شوې چې د ژمي اړین وسایل او د موټر ټایرونه یې زنځیرونه ولري.
د هرات-تورغونډۍ لویه لاره د سیمې په کچه مهمه سوداګریزه لاره ده خو د خراب موسم د وضعیت په ګډون د سختو واورو اورېدل ډېر وخت د دې لارې د بندېدو لامل ګرځي، چې د مسافرو او سوداګرو لپاره ستونزې زېږوي.
دا څو ټکي د هغه رسنیزو راپورونو لنډیز دی چې سږ کال د هېواد په ځینو سیمو کې د واورې اورښت او د یخنۍ موسم را دبره کېدو خلکو ته پیدا کړې دي او له بده مرغه دا ډول ستونزې او ناخوالې په افغانستان کې هر کال د یخنۍ د موسم په را رسېدو سره هېوادوالو ته پیدا کېږي چې دا نه یوازې خلکو ته ستونزې پیدا کوي، بلکې ډېر ځله مرګ ژوبله هم ورسره مل وي.
که څه هم ځینې دغه ستونزې او ناخوالې داسې دي چې په ګرده نړۍ کې اقلیمي بدلونونو رامنځ ته کړې او د حل لار ورته لټول او د ستونزو هوارۍ یې هم په یوازې ځان د افغانانو له وس او توان څخه وتلې خبره ده خو پدې کې هم شک نشته چې د اقلیمي بدلون د سیمه ییزو او نړیوالو نادودو تر څنګ د زمانې په څپېړه د وهل شوي او ځپل شوي هېواد او د قسمت او تقدیر له اړخه خوار افغان ولس ستونزې او ناخوالې بیا تر نورو هېوادونو او ولسونو لږ زیاتې دي او له همدې امله هم لږ ځانګړې پاملرنې او لږ ډېر غم خوړلو ته اړتیا لري.
له پورته یادو شویو ستونزو سره باید دا هم په یاد ولرو چې زمونږ په هېواد او ولس کې د ژمي او یخنۍ د موسم ستونزې یوازې د لویو لارو تر بندیدو او د موټرو تر نه تلو راتلو پورې هم نه محدودیږي، بلکې دلته تر اوږدې جګړې وروسته د وزګارتیا او بې وزلۍ څپو ځپلی ولس له بېلابېلو اړخونو له ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان دی چې د ژمي او یخنۍ د موسم په رارسېدو سره دا ستونزې او نا خوالې نورې هم پراخیږي او خلک مو نور هم پرېشانه کوي.
افغان ولس چې کلونه کلونه یې د جګړو او ناخوالو سره یو ځای ژوند کړی، اوس دې ته اړتیا لري ترڅو د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ یې دې ستونزې ته هم پاملرنه وشي او د شته ستونزو په اړه یې اړین ګامونه پورته شي، شک نشته چې په پورته یادو شویو ستونزو کې ځیني داسې دي چې د نړیوال اقلیمي بدلون برخه ده او باید په نړیواله کچه یې وګالو، خو د لارو او سړکونو جوړول بیا هغه څه دي چې باید په خپله افغان حکومت ورته پاملرنه وکړي. که چېرې اوسنی حکومت د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ د هېواد د لویو لارو او د ولایتونو نښلونکو سړکونو ته هم پاملرنه وکړي او هغه غټې ستونزې حل کړي چې تر ډېره بریده د ژمي په موسم کې خلکو ته خنډونه جوړوي، یقیني ده چې په راتلونکې کې به خلک د ژمې او یخنۍ په موسم کې کمې ستونزې ولري.
“والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/