معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د یمن جګړې تر اوسه ۱۱ زره ماشومان مړه او ژوبل کړي

د یمن جګړې تر اوسه ۱۱ زره ماشومان مړه او ژوبل کړي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۱):
ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونسیف په خپل یو راپور کې ویلي، چې د یمن په روانه کورنۍ جګړه کې څه باندې ۱۱ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یونسیف په خپل دغه راپور کې وړاندې ویلي، چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو ماشومانو دقیق شمېره تر دې هم لوړه وي.
دغه راپور کې راغلي، چې اوس مهال په دغه جګړه ځپلي ملک کې چې د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین په کې روان دی، ۲.۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ هم اخته شوي دي.
د دوی په خبره پر خوارځواکۍ د دغو اخته ماشومانو له ډلې یې څلورمه برخه هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دي.
په یمن هېواد کې له اتو کالو راهیسې کورنۍ جګړه پیل شوې چې له امله یې ډېری یمني وګړو ته د مرګ_ژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ شمېر هستوګن ځایونه ویجاړ او خلک یې بې کوره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس