معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د یونسېف لخوا هرات زلزله ځپلو لپاره ۸۰ ټنه طبي مرسته کابل ته ورسېده

د یونسېف لخوا هرات زلزله ځپلو لپاره ۸۰ ټنه طبي مرسته کابل ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونسېف ويلي، چې کابل ته د طبي توکو څه باندې ۸۰ ټنه بار درمل، جراحي وسایل او نور توکي راورسېدل.
د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درمل او طبي توکي به هرات ته ولېږدول شي او د وروستیو زلزلو له امله له زیانمنو شویو ماشومانو، امیندوارو مېرمنو او کورنیو ته به پرې رسیدګي وشي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې یاد طبي وسایل د اسیا پراختیایي بانک په ملاتړ تر لاسه شوي او دا به د نږدې ۴۳ زره کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو یوه برخه وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مرستو کې د خوارځواکو او په نس ناستې اخته ماشومانو لپاره هم درمل شامل دي.
د یونېسف په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ژمي په رارسېدو سره به نږدې ۳۰۰ خېمې هم انتقال کړي او له دغو خېمو به د ښوونځیو، روغتیايي کلینکونو او د مرستو د وېش په مرکزونو کې استفاده وشي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس