معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام مهالوېش اعلان شو

د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام مهالوېش اعلان شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د وېسټ‌ انډیز او امریکا په کوربتوب د روان ۲۰۲۴ کال د کرکټ ۲۰ اوریز سیالیو نړیوال جام د ګډون کوونکو لوبډلو د لوبو مهالوېش اعلان شو، چې افغانستان په سي‌ ګروپ کې راغلی دی.

د راپور پر بنسټ، د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لوبډلو د سیالیو اعلان شوي مهالوېش له مخې افغانستان په سي‌ ګروپ کې له وېسټ‌ انډیز، نیوزیلنډ، یوګانډا او پاپوا نیو ګېني سره یوځای شوی دی.

افغانستان به یاد نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي له یوګانډا سره وکړي، چې د جون پر درېیمه د دوشنبې پر ورځ ۶:۳۰ بجې ترسره شي.

همداراز افغان لوبډله به د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۷مه وکړي.

د ۲۰۲۴ کال د شل اووره لوبو نړیوال جام به د جون په لومړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس