معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د JICA موسسه په هلمند کې ۱۵ بابه ښوونځي جوړوي

د JICA موسسه په هلمند کې ۱۵ بابه ښوونځي جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جاپان هېواد JICA موسسه د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۵ بابه ښوونځي جوړوي.
د خبر له مخې د وزارت څخه دغه ولایت ته ورغلو انجینرانو په دې برخه کې له ځایي مسوولینو سره تېره ورځ کتلي دي.
د JICA نړیواله مؤسسه چې په یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۵ بابه ښوونځيو لپاره کمپلکس ودانۍ جوړوي، د ١٠٠ میلیونه څخه تر ۱۳۵ میلیونه پورې بودیجه په نظر کې ورته نیول شوې، چې په کې د ښوونځي تعمیر، احاطوي دېوال، واش سیسټم او یوه حلقه د اوبو څاه جوړیږي.
د يادوني وړ ده چې د یادې پروژې د جوړېدو چارې به په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پای ته ورسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس