معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د WFP اداره وایي، افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدنې لپاره موجوده سرچینې کافي نه دي

د WFP اداره وایي، افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدنې لپاره موجوده سرچینې کافي نه دي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدنې لپاره موجوده سرچینې کافي نه دي.

دوی ټینګار کوي چې په روان زېږدیز کال کې د راستنېدونکو کډوالو او سېلاب‌ ځپلو د لاسنیوي لپاره ۱٫۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري عملیاتو لپاره یاده اداره د ۵۱۰ میلیونه ډالرو کمښت سره مخ ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې وروستیو سېلابونو په ۶ ولایتونو کې زرګونه کورونه نړولي او د ځپلو شویو افغانانو د بېړني لاسنیوي لپاره له ۲۷ میلیونو ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، په سېلاب‌ ځپلو سیمو کې خلک له سختې لوږې سره مخ دي او وروستیو سیلابونو یې اړتیا ډېره کړې ده.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د وروستیو سیلابونو له امله په ۲۵ ولایتونو کې هېوادوال ځپل شوي چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د دوی د بېړني لاسنیوي لپاره ۱۴٫۵ میلیونه ډالره پکار دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس