معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / راشدخان د هند پر وړاندې لوبو کې نه لوبیږي

راشدخان د هند پر وړاندې لوبو کې نه لوبیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې افغان ورو توپ اچوونکی راشدخان د ملا دعملیاتو له امله هند سره د لوبو له لړۍ کېنول شوی دی.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، که څه هم راشدخان به هند کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي، خو هند سره دریو شل اوریزو لوبو کې به ونه لوبیږي.

نوموړي زیاته کړې، کرکټ بورډ هندوستان سره د لوبلړۍ د نوملړ د اعلان پر وخت هم دا خبر ورکړی و، چې ښايي راشدخان هندوستان لوبو کې ونه لوبیږي.

راشدخان هند کې د کرکټ د پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا د درد له امله تر درملنې لاندې وو او نوموړي د ملا جراحي عملیات کړي دي.

له همدې امله متحده عرب اماراتو سره د افغان لوبډلې په لوبلړۍ کې هم ونه لوبېده.

ټاکل شوې چې نن ماښام شپږ بجې له هند سره د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه ترسره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس