معماری
خانه / ژورنالیزم / رسنیو ته د مسلکي راپور لیکلو تګلاره!

رسنیو ته د مسلکي راپور لیکلو تګلاره!

رسنیو ته د مسلکي راپور لیکلو تګلاره!

د ګهیځ ټولنې غړی صبغت الله سجاد

د خبري ژانرونو له ډلې څخه یو مهم ژانر راپور دی چې د خبر نیمګړې برخې بشپړوي، سپړي یې او د یوې پېښې او موضوع په اړه تفصیلي معلومات مخاطبانو ته وړاندې کوي، کوم چې په خبر کې نه وي ذکر شوي

په فارسي ژبه کې د راپور مترادفه کلمه ګزارش دی چې ګزار یې اسم مصدر دی او (ش) وروستاړی ورسره یو ځای شوی چې ګزارش ترې جوړشوی دی. او ددې مصدر یې بیا ګزاردن دی.

د ګزارش کلمه د (Report  ) لاتیني کلیمې څخه اخیستل شوې چې معنا یې د اطلاعاتو بازګشت دی.

هارون نجفي زاده په خپل اثر (روزنامه نګاری کاربردی) کې د اطلاعاتو بازګشت داسې توضیح کړی دی: کله چې یو څوک د پېښې له ځایه د پېښې په اړوند دقیق او کره معلومات راټول کړي او د یوې رسنۍ له لارې یې د مخاطبانو په واک کې ورکړي دې ته د اطلاعاتو بازګشت وایي. همداراز په انګلیسي ژبه کې د report)) مصدر (to report) ده چې د تېرو پېښو د انعکاس معنی لري.

لکه څرنګه چې ژورنالیزم د ټولنیزو علومو څخه دی او دا چې په ټولنیزو علومو کې د وخت په تېرېدو سره بدلون راځي نو په همدې اساس د ژورنالېزم پوهان تر دې مهاله راپور ته په یو منل شوي او جامع تعریف نه دي سلا شوي، بلکې هر یو له خپله ځان څخه یو تعریف ورته ورکړی دی.

ځینې وايي راپور د خبر بشپړونکې او پراختیایي بڼه ده، چې له خبره بهر توکي مخاطبانو ته وړاندې کوي، سره له دې په یو بل ځای کې د خبر تعریف دا ډول راوړل شوی دی، چې د خبر شپږګونه عناصرو ته چې: څوک؟ څه شي؟چېرته؟ څه وخت؟ ولې؟ او څرنګه؟ دي، توضیح او تشریح کوي، او تر ډېره د ولې؟ او څرنګه؟ د پوښتنو په ځوابولو راڅرخي، څو د مخاطبانو هغه پوښتنې چې په خبر کې نه دي ځواب شوې په راپور کې پیدا او ځواب شي.

خبر او راپور اصلا دواړه په یو ډول ژورنالیستي لیک بڼې پورې اړه لري او دواړه د معلوماتو د لېږد لپاره کارول کېږي، له همدې امله راپور هم د خبر په څېر لیکل کېږي، نو ځکه خو یې ژبه باید د خبر په څېر څرګنده، روانه او ساده وي.

د راپور مراحل:

ټول راپورونه که هغه ټلویزیوني، راډیویي، آنلاین او یا هم چاپي خپرونو لپاره چمتو کېږي د لاندې دریو پړاونو څخه تېریږي.

۱ـ د موضوع ټاکنه: له هر څه وړاندې لومړی باید مونږ د راپور موضوع و ټاکو. بې تجربې او لټ ژورنالیستان تل د خپلو ژورنالیستیکو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د موضوعاتو په ټاکلو کې له ستونزو سره مخ وي، او ډېر کله خو د ډېرو بې ګټې او تکراري مسایلو انعکاس ته هم زړه ښه کوي. په هر حال د موضوعاتو ټاکنه هم ځانګړی استعداد او ټولنیزه پوهه غواړي که څه هم په تازه راپورونو کې زیاتره د راپور سرچینې خبري کنفرانسونه، غونډې، مراسم، آرشیفونه، مشهور اشخاص، څېرې، شخړې، ټکرونه، چاودنې او طبیعي پېښې، لکه: زلزله ،طوفانونه، غرښوېدنه، سېلابونه او نور بللی کېږي، اما په تولیدي او تحلیلي راپورونو کې موضوع د رسنۍ د ادارې لخوا خبریال ته ورکول کېږي او یا هم خپله خبریال موضوع ټاکي او د هغې په اړه راپور جوړوي. چې دا کېدای شي د خبرونو د ځینو هغو نیمګړو اړخونو،چې لوستونکي، اوریدونکي یې په اړه نور معلومات غواړي بشپړول او څېړل وي.

خو د راپور لپاره مونږ باید؛ د ورځنیو روانو او مهمو مسایلو او جریانونو څخه داسې موضوعات وټاکو، چې په هر اړخیزه توګه د خلکو د پاملرنې، تحلیل او تفسیر وړ وي.

ځکه که پر داسې مسایلو مونږ راپور او خبر لیکو چې هغه خبري ارزښت ونه لري، خلک د هغې په هکله لوستل نه غواړي، یا ورسره مینه نه لري، نو طبیعي خبره ده چې لوستونکي هم بیا پرې خپل وخت نه ضایع کوي او لوستنې اوریدنې او کتنې ته یې زړه نه ښه کوي او زمونږ هغه زیار هم هسې په اوبو لاهو کېږي چې د راپور پر جوړونه مو ایستلی دی.

۲ـ د معلوماتو راټولول: کله مو چې د راپور لپاره یوه ښه موضوع وټاکله یا د دفتر له لوري یوه موضوع راکړل شوه. نو اوس د ټاکلې موضوع په تړاو د معلوماتو د راټولولو لپاره یو منظم پلان جوړوو او له بېلابېلو مراجعو، کتابونو انټرنټ او آرشیفونو څخه د معلوماتو لپاره ګټه اخلو، د موضوع د تېر حالت او تاریخي قدامت لپاره کیدای شي چې د بېلابېلو کتابونو او آرشیفونو مطالعې ته اړتیا پیدا شي او په دې ډول په دغه مرحله کې مونږ د موضوع په تړاو په هر اړخیزه توګه پریمانه معلومات راټولوو.او یوه ذهني خاکه ورته جوړو مثلاً: که مونږ وغواړو د (هوا د ککړتیا مخنیوي) په اړه یو تولیدي یا تحلیلي راپور جوړو کړو، نو لومړی هغه سرچینې ټاکو چې د موضوع سره تړاو لري او لومړی لاس سرچینې هم ورته وایي. لکه د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس، ویاند یا بل کوم چارواکی د عامې روغتیا چارواکي، ډاکتران، ښاریان او د هغه ځایونو څښتنان چې د هوا دککړتیا لامل بلل کېږي. له دوی نه باید مرکې، غږونه، او کلیپونه را واخیستل شي، تصویرونه یې برابر شي او داسې نور اړین اقدامات.

په ورځنیو تازه پېښو او غونډو کې خبریال ته لازمه ده چې پېښه او غونډه د لومړي سر څخه تر پایه تعقیب کړي د ځان سره ځیني مهم ټکي نوټ کړي او که راپور ټلویزیوني وي او اړتیا وي نو باید سټنډاپ، هم ورته غوره کړي او وورسته یې نور اړین معلومات راټول شي. او لر لید یا پس منظر یې هم وڅېړل شي.

۳ـ د راپور لیکل: کله چې مو د یوې موضوع په تړاو ډېر معلومات ترلاسه کړل، مواد مو راټول کړل، کلیپونه مرکې خبري ټوټي، تصویري ټوټې، غږونه، سټنډاپ او نور ترتیب شول، اوس نو د هغې د ځای پر ځای کولو او لیکلو مرحله پیلېږي. دا مرحله هم د کمزورو ژورنالیستانو لپاره له ستونزو او کړاوونو ډکه مرحله ده. دا ځکه چې په دغې مرحله کې د ژورنالیستانو د ليکنې ځواک معلوميږي، چې څنګه مخاطبانو ته خپل پيغام په اغېزناک او راښکونکي ډول ولېږدوي.

د راپور لیکلو لپاره تر هر څه لومړی دا اړینه ده چې ژورنالیست بايد د راپور لیکنې تجربه او وړتيا ولري. او دا کار هغه مهال کيداى شي چې ژورنالیستان د ليکنې له مهارتونو، طريقو او اصولو سره بلد او هم د ژبې له ادبياتو خبروي.کېدای شي مونږ د راپور لپاره یوه پراخه موضوع ټاکلې وي او معلومات مو هم زیات راټول کړي وي خو اوس د راپور لیکلو په پړاو کې مهم شی د راپور زاویه ده چې مونږ په مشخص لوري بیایي، تر ټولو ښکلی راپور هغه وخت چمتو کېدای شي چې په مشخصه زاویه را وڅرخي، ځکه څو زاویې لرونکی راپور له مخاطبانو لار ورکوي مثلا: که وغواړو د هېواد د اداري فساد په اړه راپور چمتو کړو او معلومات مو هم په دې برخه کې ټول کړي دي، خو بیا په همدغه راپور کې مونږ د هوا د ککړتیا موضوع یادوو نو دا بیا یو غیر مسلکي کار دی ځکه زموږ له راپور سره تړاو نه لري لازمه ده چې د هوا ککړتیا په هکله بل راپور چمتو کړو.

د راپور د زاویې ټاکلو څخه بل هدف دا هم کیدای شي، چې څه پېښ شوي وي او حقیقت ولري په همغه زاویه خپل راپور را تاو کړو.

۴- د راپور را ټولونه او ترتیب:.د زاویې تر ټاکلو وروسته د راپور په لیکلو پیل کوو، د ژورنالېزم پوهان راپور د جوړښت له پلوه پر څلورو برخو (عنوان، لیډ، متن، شالید) باندې وېشي.

عنوان د راپور لومړۍ مهمه برخه ده، چې راپورټر یې د مخاطبانو د پاملرنې د راجلبولو په موخه په خپل خاص مهارت سره، په ډېر راښکونکي او جالب انداز سره راوړي. اصلاً عنوان راپور ته د لوستونکو د ورماتولو په موخه راوړل کېږي.

که مو پام کړی وي، د ورځپاڼو لوستونکي لومړی د ورځپاڼې پر صفحو ځغلنده نظر تېروي او یوازې عنوانونه لولي، کوم عنوان چې ورته جالب او په زړه پورې ؤ؛ همغه مطلب د لوستنې لپاره انتخابوي.

نو په هره اندازه چې عنوان جذاب وي، په همغه اندازه به ډېر لوستونکي راپور د لوستنې لپاره انتخاب کړي.

له عنوانه وروسته لیډ یا افتتاحیه چې د راپور لومړۍ برخه او د راپور شیره هم ورته وایي راوړل کېږي، چې د خبر څو پوښتنو ته پکې ځواب هم ویل کېږي. لیډ کیدای شي، چې د یو مشهور شخص د خبرو او یا د موضوع پر یوې برخې داسې پیل شي، چې لوستونکي د پاتې مطلب لوستلو ته وهڅوي.

د لیډ په تعقیب د راپور په متن کې، خبریال موضوع په هر اړخیزه توګه تر څېړنې لاندې نیسي، د حقایقو رښتینولۍ په رڼا کې تحلیل او تفسیر کوي، نقل قولونه، اسناد او شواهد وړاندې کوي، او بالآخره د راپور په پای کې خبریال د راپور لمن رانغاړي. د موضوع شالید، او د موضوع د تېر حالت او تاریخي قدامت په اړه هم معلومات وړاندې کوي.

مأخذونه:

  • نذير احمد سهار، د راپور ليکنې آرونه
  • سمندر، رحيم الله، د نوي ژورناليزم آرونه، نبراسکا مطبعه، ۱۳۸۴ل.
  • عطیش، پوهنمل نقیب الله، لیکچر نوټ، شیخ زاید پوهنتون.
  • انټرنټ، د ژورنالیزم زده کړه، فیسبوک پاڼه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس