معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / رسنۍ په بدخشان کې د یوې خونړۍ چاودنې خبر ورکوي

رسنۍ په بدخشان کې د یوې خونړۍ چاودنې خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۸مه نېټه):
د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې نن شاوخوا لس بجې د بدخشان ولایت د پخواني مرستیال مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معز الدين احمدي هم چاودنه تاييد کړې ده.
سرچينې وايي، چاودنه د فېض آباد ښار په لومړۍ برخه کې د نبوي جومات دننه رامنځته شوې ده.
رسنیو د خپلو ځایي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې په کې نږدې ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي، خو رسمي سرچینو تر دا دمه په دې اړه څۀ نه دي ویلي.
نثاراحمد احمدي د تېری سې شنبې په ورځ د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد ښار کې محکمې ته څېرمه په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و .
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس