معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / رسنۍ په هرات کې د افغان او ایراني لوري ترمنځ د ترینګلي تیارسۍ خبر ورکوي

رسنۍ په هرات کې د افغان او ایراني لوري ترمنځ د ترینګلي تیارسۍ خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
یو شمېر رسنیو د ځایي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د هرات د الفاروق قول اردو ګڼ شمېر ځواکونه له خپلو پرمختللو پوځي تجهیزاتو سره د اسلام قلعه پولې ته رسېدلي دي.
دغو سرچینو رسنیو ته زیاته کړې، چې له ایراني لوري هم د ایراني پوځ یو لوی کاروان دوغارون سیمې ته راغلي دي.
رسمي سرچینو تر دا دمه د دغې تیارسۍ په اړه څۀ نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته نښته شوې وه، چې د رسمي سرچینو له قوله د دواړو لورو څخه په کې یو_یو تن وژل شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس