د راپورونو له مخې اوچا ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیله تر دې دمه ۳سوه زره افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
د ملګرملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دې دفتر زیاته کړې، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه ۲ لکه ۹۹ زره ۷ سوه افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د اوچا په خبره، په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز ټول کال کې بیا ۳ لکه ۷۷ زره کسان او په ۲۰۲۱ کال کې ۴ لکه ۹۱ زره کسان په همدې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو.
اوچا دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د افغان ګډوالو د ځورېدنې خبرونه ډېر شوي دي.
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان زېږدیز کال کې له ۳ لکو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي