معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال له کندهاره څه باندې ۶ زره ټنه انار صادر شوي

روان کال له کندهاره څه باندې ۶ زره ټنه انار صادر شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ويلي، چې سږ کال یې تر دې دمه له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته ۶۰۱۵ ټنه انار صادر شوي او تمه کیږي، چې په دغو صادراتو کې به د نورو کلونو په پرتله نور زیاتوالی هم راشي.

د مسوولینو په وینا دغه صادرات تر ډېره متحده عربي اماراتو، هند، انګلستان، قرغزستان، لبنان او پاکستان هېوادونو ته شوي، چې نږدې راتلونکي کې به نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

بل لور بڼوال وایي، که دلته سړې‌ خونې موجودې وای، نو کروندګرو او سوداګرو کولای شول چې انار په کې وساتي او بیا یې په ژمي کې په ښه بیه وپلوري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس