معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روان کال هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي

روان کال هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان زعفرانو ټولنې ویلي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې، چې له امله یې هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي دي.

د افغانستان زعفرانو ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات ویلي، هېواد کې د زعفرانو د تولید زیاتېدو سربېره یې د تېرو کلونو په پرتله کېفیت هم ښه شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، روان کال د هېواد زعفران تر ډېره اروپایي هېوادونو، امریکا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي دي.

 افغانستان تر ایران وروسته نړۍ کې د زعفرانو لوی تولیدونکی هېواد دی، خو افغان زعفران بیا د کېفیت له پلوه ایراني زعفرانو څخه مخکې دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس