معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روداتو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ له ۳ زره ۳۳۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

روداتو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ له ۳ زره ۳۳۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (WHH) مؤسسې په همکارۍ ۳ زره ۳۳۴ اړمنو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول.
په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶) کیلو دال، (۳) پاکټه سوپر سریال، (۳۲) پاکټه د ماشومانو د خوار ځواکۍ د مخنیوي مواد او نیمه کیلو مالګه ورکړل شوه.
ننګرهار کې دغه مرستې په داسې مهال وېشل کیږي، چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام راتلونکو اتو میاشتو کې د ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره د ۸ سوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې بل څاښت خواړه به له کومې لارې ترلاسه کوي او شپږ میلیونه کسان بیا له قحطۍ څخه یوازې یو ګام فاصله کې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس