کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روزګان ولایت ځایي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبر پر بنسټ، دغه روغتیايي مرکز د یاد ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په آبردې سیمه کې د نږدې ۲ لکه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو.
سرچینې زیاته کړې چې دغه مرکز د جاپان (OUNHCR) په مالي ملاتړ د اتو میاشتو په موده کې جوړ شو، چې شاوخوا ۱۱ زره کسانو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د یاد روغتيايي مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د ځايي چارواکو ترڅنګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو معین او د UNHCR مؤسسې د زون مسوول سیرهي چوماکو هم ګډون کړی و او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې رسېدنه کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/