معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسي شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

روسي شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د هېواد له سیاسي مرستیال سره لیدنه کړې.

د خبر پر بنسټ، دغه لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر تاتارستان کې د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړیوالې اقتصادي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د خپل ګډون په اړه راپور ورکړی او دا غونډه یې د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له لاسته راوړنو ډکه بللې ده.

نورالدین عزیزي زیاته کړې، چې دغه غونډه کې روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

په ورته مهال سیاسي مرستیال د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه سفر مثبت بللی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو دا ډول سفرونه د دې څرګندونه کوي، چې سرپرست حکومت د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر اساس تعامل غواړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس