روسیه د ایران او سعودي عربستان تر مینځ مینځګړیتوب ته چمتو ده
تهران- ګهیځ نیوز( د نوامبر اتمه،۲۰۲۲):
د عربي ژبې مشهور خبري چینل الجزیره په خپله ویب پاڼه خبر ورکړی چې د روسییې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال” سرگئی ورشینین” د ایران او سعودي عربستان تر مینځ د لانجې د هواري لپاره د مینځګړیتوب هوډ څرګند کړی دی.
الجزیرې عربي ویب پاڼې ددې خبر په بیړني خپرولو سره زیاته کړې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا هوډ پدې شرط څرګند کړی چې ریاض او تهران دواړه پدې مینځګړیتوب راضي شي.
د یادونې وړ ده چې له څه مودې را پدیخواه ریاض او واشنګتن دواړو دا نارې سورې پیل کړې دی چې ګوړاکې ایران غواړي پر سعودي عربستان وسله وال برید وکړي او امریکا پدې تړاو ایران ته ګواښ هم کړی دی خو ایران پدې تړاو څرګند دریځ ندی نیولی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دا څرګندونې او د هغې تفصیلات لا تر اوسه په نورو رسنیو کې ندي راغلي او نه دا خبره شوې چې عربستان او ایران د روسیې د مینځګړیتوب ددې وړاندیز په اړه څه ډول دریځ نیولی دی.
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / روسیه د ایران او سعودي عربستان تر مینځ مینځګړیتوب ته چمتو ده