معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

روسیې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس او مل پلاوي روسیې ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ولسمشر له سلاکار رمضان عبدالطیف اوف سره لیدلي.
په دې لیدنه کې رمضان، افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې روسیه به افغانستان کې د پانګونې په موخه راتلونکي کال کې د روسیې ـ افغانستان دوستي کنفرانس جوړ کړي.
ورته مهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت دوی ته ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت د پانګونې په برخه کې له پانګوالو سره اړینه همکاري کوي او په دې برخه کې هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس