کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان کال له پیل راهیسې روسیې سره د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې.
د دغه وزارت ویاند ويلي، له دې منځه ۲ اعشاریه دوه میلیونه ډالر صادرات شوي، چې مهم توکي یې ممیز، معدني ډبرې، وچ انځر او پیاز دي.
روسیه له هغو هېوادونو ده، چې هر کال ترې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کیږي، خو د وارداتو پرتله صادرات ډېر کم دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د وارداتو په برخو کې ځینې تړونونه شوي، چې اړتیا ده دا تړونونه عملي شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/