معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روغتیا سازمان وایي، مې میاشت کې یونیم ميلیون افغانانو ته روغتیایي خدمات رسېدلي

روغتیا سازمان وایي، مې میاشت کې یونیم ميلیون افغانانو ته روغتیایي خدمات رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په مې میاشت کې یې نږدې یونیم ميلیون افغانانو ته روغتیایي خدمتونه رسولي دي.
دې سازمان تېره ورځ ویلي، چې دغه خدمتونه یې تر خپل پوښښ لاندې د افغانستان د ۱ زر ۱۸ روغتیایي مرکزونو له لارې رسولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د دې سازمان او نورو شریکانو زیاتره مرستې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې پر خوارځواکۍ اخته له امېندوارو ښځو او ماشومانو سره شوي دي.
ياد سازمان همدارنګه زیاته کړې، چې په دې موده کې یې په افغانستان کې ۶۹ روغتیایي مرکزونو ته ۴۳ ټنه د طبي او غیرطبي وسایلو او تجهیزاتو مرستې رسولې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس