کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبر ورکړی، چې تر راتلونکې جون میاشتې پورې به په افغانستان کې د دغه سازمان ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.
د دغه سازمان مسوولینو د دې پرېکړې علت د بودیجې کموالی بللی دی.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې د روان کال د مارچ میاشتې تر ۴مې نېټې د ۲۵ ولسوالیو ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه چې ۱.۶ میلیونه افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله بند شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان عامې روغتیا سکتور به له لوی بحران سره مخ او میلیونونه افغانان به له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
د افغانستان روغتیایي سکتور چې لا دمخه د کمزورو امکاناتو او نړیوالو مرستو د کمښت سره مخ و، د روغتیا نړیوال سازمان یې په اړه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان روغتیايي مرکزونو د دوام لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/