معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / روژه او د یوه مسلمان په توګه زمونږ دندې او مسؤولیتونه!

روژه او د یوه مسلمان په توګه زمونږ دندې او مسؤولیتونه!

لکه چې ګورو زمونږ په هېواد کې د نوي لمریز کال له پیل سره هم مهاله د روژې مبارکه میاشت هم د نړۍ پر مسلمانانو را غبرګه کېدونکې ده او په لنډو څو ورځو کې به له خیره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خواره واره مسلمانان د دغه الهي سوغات او د کال تر ټولو برکتي میاشتې هرکلی وکړي.
پدې یوه میاشت کې به د نړۍ ټول مسلمانان هڅه کوي د تقوا، رحمت، فضیلت، برکت او د پاک رب دربار ته د نژدې کېدو دغه میاشت په هماغه بڼه چې پاک رب مسلمانانو ته حکم کړی، ولمانځي او د عبادت او ریاضت حق یې لکه چې لازمه ده، ادا کړي.
د روژې په مبارکه میاشت کې د نړۍ ټول مسلمانان هڅه کوي پر نورو عبادتونو سر بېره د قرآنکريم تلاوت، ترجمې او د خیرات او صدقاتو ورکړې ته تر پخوا زياته توجه وکړي او بیا یې هڅه هم دا وي چې دغه لړۍ د کال په نورو يوولسو مياشتو کې هم جاري وساتي.
د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان دا هڅه هم کوي چې د نیکو کړنو په ترسره کولو سره خپل ورځنی ژوند د اسلامي ارشاداتو عملي جوګه وګرځوي او د ژوند په هره برخه کې اسلامي لارښوونې او ارشادات عملي او په ترسره کولو سره یې د لوی الله د قرب ترلاسه کولو هڅه وکړي.
همدارنګه مسلمانان هڅه کوي ترڅو پدې میاشت کې او همدارنګه د خپل ژوند په اوږدو کې تل د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر احاديثو او سنتو ځان پوه کړي او په خپل ژوند کې د دغه سنتو د عملي کولو لپاره جدي هڅې وکړي.
الله جل جلاله د هغو کسانو سره چې د روژې په مبارکه مياشت کې نېک کارونه تر سره کوي، د سترو اجرونو او بدلو ژمنه کړیده. دا مياشت د مسلمانانو لپاره یو ښه چانس دی تر څو نېک كارونه ترسره كړي او ډېر ثوابونه لاس ته راوړي او د خپلو ګناهونو د بښنې لپاره پخه اراده وكړي.
که څه هم د اسلام مبارک دین خپلو پیروانو ته په هر وخت او هره موقع کې د خیرات او صدقاتو د ورکړې توصیه کړې ده، خو د روژې په مبارکه میاشت کې د دې کار د فضیلت په دوه چنده کولو سره یې مسلمانان نور هم دغه کار ته هڅولې دي.
له همدې امله دي چې باید مونږ هم په خپل ورځني ژوند کې د یوه مسلمان په توګه د اسلامي دین او شریعت لارښوونو ته پاملرنه وکړو او هڅه مو دا وي چې د یوه مسلمان په توګه نه یوازې د روژې په نیولو سره د الله رضا ولټوو، بلکې د لا زیاتو نېکیو او ښېګڼو په ترلاسه کولو سره لا ډېر اجر او ثواب هم ترلاسه کړو.
یوه بد مرغي چې په تېرو څو لسیزو کې په پرله پسې ډول خوار او مظلوم افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي، هغه فقر، وزګارتیا او بې وزلي ده چې د خوار افغان ولس اکثریت ځوروي او هغوی یې له لوږې او نیستۍ سره مخامخ کړي دي.
شک نشته چې په تېرو دوو لسیزو کې پر افغانستان حاکمو واکمنو او قلابي جمهوریت، خوار، جګړه ځپلي او بې وزله افغانان نور هم وځپل که څه هم د یوه مصنوعي اقتصاد په را منځ ته کولو سره یې د یو شمېر وګړو ژوند په نسبي بڼه ښه کړ خو ددې سره جوخت یې تر نوي سلنې زیات خوار افغانان نور هم وځپل او د هغوی ژوند یې ور تباه کړ.
په افغانستان کې څه د کورنیو کور ورانوکو جګړو او څه هم تر هغې را وروسته د قلابي جمهوریت په موده کې افغانان د یوه مصنوعي اقتصاد پر مټ نور هم و زبېښل شول او د هغوی د بدمرغۍ او سوکالۍ د اصلي سرچینو د پیدا کولو پر ځای، هڅه وشوه هغوی په کاذبو شعارونو وغولول شي او هغوی ته په نا عادلانه ډول د کورنیو او بهرنیو خیریه جهتونو له خوا د خیرات په ورکړې سره، له هغوی څخه خیرات خواره جوړ کړي.
شک نشته که پدې موده کې هغوی ته د تیارې مړۍ د ورکړې پر ځای، د کار او روزګار سمه زمینه برابره شوې وای، نن به کم تر کمه په هېواد کې د فقر، غربت او خوارځواکۍ هغه زړه بوږنونکې بېلګې ډېرې کمې لیدل شوې وې، چې په هر ولایت او ولسوالۍ کې خوار افغان بچی ورسره لاس او ګرېوان دی.
په هر صورت دادی د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره چې د اسلامي ارشاداتو له مخې د مسلمان هر نېک عمل ځانګړی اجر او ثواب لري او په ترڅ کې یې مسلمان ته د هر ډول نېکۍ بدله په څو چنده ورکول کېږي، پر هر شتمن مسلمان فرض ده چې د نورو مسلمانانو لاس نیوي ته را ودانګي او خپل رسالت او مسؤولیت ادا کړي.
د ټولنې د بې وزلو او فقیرو وګړو لاسنیوی په هر وخت کې له اجر او ثواب څخه خالي نه وي، خو د روژې د مبارکي میاشتې په ترڅ کې بیا ځانګړی فضیلت لري چې باید مسلمانان ورته پاملرنه وکړي.
متأسفانه لکه پورته چې یادونه وکړه په تېر کې هغه څه دلته وشول چې باید نه وای شوي خو که اوس هم که د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره زمونږ مسلمان او زړه سواند سوداګر او د ټولنې شتمن وګړي خپل رسالت ته پاملرنه وکړي، ان شاء الله دا ستونزه به تر یوه بریده حل او شته ناخوالې به ورسره کمې شي.
و ماعلینا الی البلاغ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس