معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابليان په خپل ولایت کې له لوړ ولور څخه شکایت کوي

زابليان په خپل ولایت کې له لوړ ولور څخه شکایت کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې ګڼ شمېر ځوانان، مشران او دیني عالمان دې ولایت کې له لوړ ولور اخیستلو څخه شکایت کوي.
دوی وايي، د کورنیو له لوري لوړ ولور اخیستل د نویو ځوانانو راتلوونکی ګواښي.
د زابل عدلیې رییس هم دا ستونزه مني او وايي چې دې برخه کې زیات کار کولو ته اړتیا ده، څو خلک او ټولنه اصلاح او لوړ ولور اخیستو څخه لاس په سر شي.
د زابل حج اوقافو سرپرست رییس بیا وايي، دوی د دیني عالمانو له لارې غواړي خلک وپوهوي، چې لوړ ولور اخیستل غوره عمل نه دی او ټولنه بد لوري ته بیايي.
د ټولنې د خلکو په وینا لوړ ولور او نور دودونه د نویو ځوانانو راتلوونکی ګواښي او په همدې اساس د دوی پۀ وینا هیله لري چې په دې برخه کې اساسي کار ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس