کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل کرنې ریاست ويلي، چې د تېر کال په پرتله دې ولایت کې د نورو حاصلاتو ترڅنګ د انګورو باغونو وضعیت هم ښه و، چې له امله یې سږ کال کروندګر د انګورو له حاصلاتو خوښي څرګندوي.
په همدې حال کې یو شمېر کروندګر وايي، سږکال یې د انګورو حاصلات دوه او درې چنده زیات شوي، خو له حکومته غواړي چې ښه مارکېټ رامنځته او د سړو خونو سهولیت ورته جوړ کړي. انګور، انځر او بادام د زابل له عمده او اصلي حاصلاته شمېرل کیږي، چې سږ کال د نورو حاصلاتو ترڅنګ د انګورو باغونو هم ښه حاصلات ورکړي.
د زابل اتیا سلنه انګور کروندګر په کشمش او ممیزو بدلوي. کروندګر انګورو اوس شکوي، په کشمش خانو کې یې ځړوي او شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته یې د کشمشو په څېر بازار ته وړاندې کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/