معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې د شرې ناروغۍ له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاس ورکړ

زابل کې د شرې ناروغۍ له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاس ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت اټغر ولسوالۍ اړوند فتاب کلي کې ۱۷ ماشومانو په مشکوک شري ناروغۍ اخته شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولين وايي، د یادې ناروغې د کنټرول په موخه یې سیمې ته بېړني روغتيايي ټیمونه استولي دي.
د زابل د عامي روغتيا رییس ډاکتر ميرويس افغان وايي، د صحي ټیم د څېړنو وروسته، ناروغ ماشومان د زابل ولایتي روغتون په امبولانس کې لېږدول شوي، چې په خبره يې له بده مرغه دوه ماشومانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وینا د دوی ایمرجنسي صحي ټیم په یاده سیمه کې اوس هم د ناروغۍ د کنټرول په موخه واکسین تطبیق کوي، څو پاتې ماشومان له د ناروغۍ څخه په امان شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس