معماری
خانه / ګهیځ نیوز / زابل کې د څلورو ولایتونو پیل شوې کرکټ سیالۍ مساويانه پای ته ورسېدې

زابل کې د څلورو ولایتونو پیل شوې کرکټ سیالۍ مساويانه پای ته ورسېدې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د کوچني اختر په مناسبت زابل کې پیل شوې کرکټ سیالۍ د هلمند او زابل ترمنځ مساويانه پای ته ورسیدې.
دا کرکټ سیالۍ شل اوریزه وې چې د غزني، هرات، زابل او هلمند ولایتونو ترمنځ جوړې شوې وې.
د زابل کرکټ آمر محبوب محبت وویل پای لوبې ته د زابل منتخبه لوبډله او د هلمند راشد خان لوبډله ووتله، چې په پایله کې یې لومړۍ توپ اچونه زابل لوبډلې وکړه چې په شل اورونو کې یې ۱۲۵ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړ، خو د لومړۍ پاڼې له پای ته رسېدلو وروسته باران پیل شو او د لوبې قانوني وخت یې ونیوی چې، په همدې ترتیب دواړه لوبډلې مساوي اعلان شوې او کپ د مېلمه پالنې په خاطر هلمند لوبډلې ته ورکړل شو.
له هلمند څخه ورغلو لوبغاړو د زابل ولس کرکټ آمریت او شته امنیت څخه خوښې وښوده او هیله یې وکړه چې زابل کې بیا هم دا ډول لوبې جوړې شي او دوی راشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس