معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې سرې میاشتې تېر کال د ۲ لکه ۳۷ نیم زره تنو وړیا درملنه کړې

زابل کې سرې میاشتې تېر کال د ۲ لکه ۳۷ نیم زره تنو وړیا درملنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې زابل ولایت کې یې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په ترڅ کې ۲ لکه ۳۷ زره ۴۳۷ تنو وړیا درملنه ترسره کړې ده.
د خبر له مخې د سرې مياشتې رییس ویلي، چې افغاني سره میاشت هغه خېريه او بشري ټولنه ده چې په سختو حالاتو کې يې خلکو سره لازمه همکاري کړې او په جنګي حالاتو کې يې شهيدان او زخميان تر ځايه پوري رسولي.
د مسوولینو په وینا، د دغو مرستو ترڅنګ افغاني سرې مياشتې په ۱۴۰۱ کال کې ۵ زره کورنیو سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرسته هم کړې ده.
د معلوماتو له مخې افغاني سره مياشت د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اته صحي مراکز لري، چې څلور یې فرعي، درې یې ګرځندوی او يو اساسي کلنیک دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس