معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې ۲ سوه نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابريږي

زابل کې ۲ سوه نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابريږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د زابل شملزو ولسوالۍ نسوزو په نوم کلي کې له زده کړو بې برخو نږدې ۲ سوه ښځینه او نارینه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابریږي.
د خبر له مخې د زابل پوهنې رییس ویلي، لنډ وخت کې به د نسوزو په نوم کلي کې یوه مدرسه او د ښونځي اړوند محلي ټولګی فعال کړي، څو له زده کړو بې برخې ماشومان په کې له دیني او عصري زده کړو څخه برخمن شي.
د سیمي اوسیدونکي وايي، له څو لسیزو راهیسي د دوی ماشومان له زده کړو بې برخه وو، اوس چې ورته د پوهنې ریاست له لوري د زده کړو زمینه برابریږي، پرې خوشحاله دي.
دوی ژمنه وکړه چې خپل اولادونه به له دې وروسته له زده کړو نه بې برخې کوي.
دغه ۲ سوه نارینه او ښځینه ماشومانو ته په داسې مهال د زده کړو زمینه برابریږي، چې د سرپرست افغان حکومت په راتګ سره تر اوسه له اووم ټولګي پورته نجونو باندې د زده کړو بندیز لګېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس