کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند پر ۴۲ کیلومتره سړک د چغل اچونې چارې پیل شوې.
د یاد ریاست رییس ویلي، دغه سړک د ميزانې ولسوالۍ له پاخه سړک څخه شروع بیا د کندهار شاولي کوټ ولسوالۍ له سرحد سره نښلول کیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاده پروژه کې د ۹۰ پُلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي، چې د یونپس موسسې په مالي ملاتړ پلې کیږي.
د ده په وینا د پروژې په جریان کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې دا د ځايي خلکو لپاره د اقتصادي فرصتونو د زیاتوالي په برخه کې مهم اقدام دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/