معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زرمت ولسوالۍ کې په لومړي ځل افغان بيسيم مخابراتي شرکت په فعالیت پیل وکړ

زرمت ولسوالۍ کې په لومړي ځل افغان بيسيم مخابراتي شرکت په فعالیت پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ اړوند سهاکو سیمه کې په لومړي ځل د افغان بيسيم مخابراتي شرکت لۀ لوري مخابراتي او انټرنيټي خدمتونه پيل شول.
د سرپرست افغان حکومت په راتک سره د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو رياست همدارنګه افغان بيسيم مخابراتي شرکت په هڅو د زرمت ولسوالۍ سهاکو سیمه کې د اترا ادارې د ( TDF) نهمې پروژې یو سايټ نصب او په فعاليت يې پيل وکړ، چې ( G2) او( ۳G) خدمات به وړاندې کوي.
د پکتیا مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس د يادې سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکى کې به د دغې ولسوالۍ هغه ساحې چې مخابراتي پوښښ نه لري، يا ډېر ضعيف دي، نور سايټونه به منظور او نصب کړي.
د سیمې خلکو که څه هم پر دغې چارې خوښي ښودلې، خو غوښتنه یې کړې چې نور مخابراتي شرکتونه دې هم د دوی سیمه کې خپل فعالیتونه چټک کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس